د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي تاري حکالا سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د حالاتو په باره کې د ازبکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاريو پر اوسنيو شرايطو او راتلونکو امکاناتو خبرې وکړې.
دغه راز دغه هېواد ته د بشردوستانه مرستو د ليږلو لپاره د تيرز د نړيوال ترانسپورتي او لوژستيکي مرکز په کارونې ټينګار وشو.