نړۍ

د چین دفاع وزارت: دغه څو امریکايي وسلې له چین سره د تایوان د الحاق مخه نه شي نیولای

د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياوانګ وويل، پر تايوان د امريکا د وسلو پلورل د يو چين د اصولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې اړخيزو تړونونو خلاف ورزي او د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټو ته زيان رسوي.

دغه اقدام د تایوان تنګي د سولې او ثبات لپاره یو ګواښ او د دغه ټاپو بیلتون غوښتونکو ته یو غلط پیغام ګڼل کیږي.

دا دریځ د امریکا د دفاع وزارت د پرونۍ اعلان په غبرګون کې څرګند شو چې تایوان ته د څه باندې دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو بسته تصویب کړې ده. یوه کڅوړه چې په اوکراین کې کارول شوي د “ناسمز” په نوم توغندي لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button