اسلامي امارت اعلان کړی چې قزاقستان ته د خپل پلاوي د سفر په ترڅ کې د دواړو لورو د خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې تړونونو کې د څه باندې ۲ زره ټنو وچې مېوې صادرات، د انارو په ګډون د تازه مېوې صادرات او د پنبې صادرول شامل دي.
ښاغلي مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت پلاوي قزاقستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، انرژۍ، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، تعلیم او لوړو برخو کې او بشري مرستې” د قزاقستان سره مرسته لارې نقشه لاسلیک کړه.
د هغه په وينا، قزاقستان هم د قزاقستان له لارې چين او نورو هېوادونو ته د افغانستان د وارداتي او صادراتي توکو د لېږد لپاره د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
په خرګوس بندر کې د “افغاني مالونو د لوژستیکي مرکز” په توګه د یوې سیمې تخصیص هم د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې یوه برخه وه چې د افغان سوداګرو د مالونو او بارولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي چې قزاقستان به د تورغونډۍ – هرات، کندهار – سپین بولدک او مزار شریف – خرلاچي پټلۍ په جوړولو کې برخه واخلي.
ښاغلي ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې قزاقستان به په هرات ولایت کې د یوه سوداګریز او ترانزیتي مرکز په جوړولو کې هم برخه واخلي چې په پام کې ده د سوداګریزو او ټرانزیټي شتمنیو د ذخیره کولو او تمویل لپاره کار واخیستل شي.
په همدې حال کې قزاقستان موافقه کړې چې د افغاني توکو د پلورلو لپاره د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو کې د دايمي نندارتونونو په ګډون مرکزونه جوړ کړي.
د یادولو وړ ده چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د افغانستان د کورنیو تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې چې د اکټوبر په ۲۱مه (۳۰ تله) د قزاقستان پلازمېنه الماتا په ښار کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له کندهار ولایت څخه ۲۳ ټنه انار د تورغني بندر له لارې الماتې ښار ته صادر شوي دي.