اکسیوس لیکلي چې دا تړون به د جو بایډن لپاره د هغه د ولسمشرۍ په وروستیو میاشتو کې د پام وړ لاسته راوړنه وي.
یوه امریکايي چارواکي دې وېبپاڼې ته ویلي، چې تېره اوونۍ بیروت ته د بایډن د سلاکار “اموس هوچسټین” ډیپلوماتیک سفر د هوکړې پر لور پرمختګ وکړ او له دغه سفر وروسته له تل ابیب او بیروت سره ژورې خبرې اترې دوام لري.
اکسیوس هم د اسراییلو او امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن د دې تړون په اړه د تل ابیب چارواکو ته یو لیک استولی دی.
په دغه لیک کې د امریکا حکومت له اسرائیلي رژیم سره ژمنه کړې چې له موافقې څخه د سرغړونې او یا د حزب الله له خوا د ګواښ په صورت کې به د اسرائیلو د پوځي اقدام ملاتړ وکړي.
په دغه لیک کې د امریکا حکومت د تړون د تطبیق د څارنې د میکانیزم د مشر په توګه د یوه کس د ټاکلو خبره هم شوې ده.