افغانستانسیمه

د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د وژل کېدو او ټپیانو لومړنۍ موندنې اعلان شوې

د افغانستان د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوي پلاوي د ایران او پاکستان په پوله د یو شمیر هیوادوالو د وژل کیدو او ټپي کیدو راپورونه وڅیړل.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وايي، تر اوسه ترلاسه شوي شواهد ښيي چې زموږ یو شمیر هیوادوال د ایران په کلګان دره کې په ډزو ویشتل شوي او چاودلي دي.

ښاغلی فطرت زیاتوي، په دې پېښه کې دوه تنه شهیدان او ۳۴ عیني شاهدان، چې یو شمېر یې ټپیان دي، د پلاوي له خوا لېږدول شوي او یو شمېر نور لا هم په ایران او پاکستان کې دي، چې پلاوی یې په ترلاسه کولو او لېږدولو بوخت دی.

د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، د دې پېښې څېړنې لا نه دي بشپړې شوي او د څېړنو جزیات به وروسته خپاره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button