د جوزجان ولایت د یتیم طاق د سمنټو د لویې فابریکې د جوړولو تړون نن سه شنبه (۸ لړم ۱۴۰۳) د اقتصاد وزارت د معین ملا عبدالغني برادر اخند په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه قرارداد له مخې، قراردادي شرکت به په دې فابریکه کې ۱۶۳ میلیونه ډالره پانګونه وکړي، چې د ورځې د درې زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت به ولري.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، دغه قرارداد چې پر بنسټ به یې ترکي شرکت د سمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې پانګونه کوي، د ۳۰ کلونو لپاره په پام کې نیول شوی دی.
د دوی په خبره، د سمنټو د دغې فابریکې په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰۰ ټنه هېوادوالو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د سمنټو په برخه کې د ځان بسيا کېدو په موخه، د کانونو او پټروليم وزارت له دې وړاندې د جبل السراج، کندهار او هرات د سمنټو د پروژو د ٤٧٦ ميليونه ډالرو په ارزښت د کورنیو او بهرنیو شرکتونو شمیر تړونونه لاسليک کړي دي.