افغانستانسیمه

قطر او افغانستان د هوايي خدمتونو په برخه کې یو تفاهم لیک لاسلیک کړ

د قطر د ترانسپورت وزارت له افغانستان سره د هوايي خدمتونو په برخه کې د تفاهم یادښت لاسلیک کړ.

دغه وزارت (دوشنبه، ۷ لړم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دغه تفاهم لیک سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي ترافیک حقونه زیات شي.

دغه تفاهم لیک د قطر د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس محمد فلاح الحاجري او د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند د وزیر مرستیال عبدالسلام حیدري ترمنځ لاسلیک شو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button