د افغانستان د سرپرست حکومت د بدني روزنې او سپورت عمومي رئیس احمدالله وثیق د روسیې د «سپورټ ایکسپریس» ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان په پام کې لري چې په راتلونکي کې د نړیوال جام کوربه توب وکړي.
هغه وویل چې افغانستان اوس چمتو نه دی. ځکه زموږ هېواد له اقتصادي ستونزو او ځينو نورو ستونزو سره مخ دی. خو موږ په دې پلان کار کوو.