“CNN” خبري چینل په یوه خبر کې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دوشنبې په ورځ پر ایران باندې د اسرائیلي رژیم د برید په اړه غونډه وکړي.
په ملګرو ملتو کښې د صهیونیسټ رژیم استازی د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د رابللو لپاره د ایران د غوښتنې په ځواب کښې ادعا وکړه چې د ایران دغه غوښتنه په سیاسی ډګر کښې د اسرائیلو د زیانمنولو یوه بله هڅه ده.