افغانستان

د کابل-جلال اباد سړک د دويم لين د جوړولو چارې پيل شوې

د کابل-جلال اباد سړک د دويم لين د جوړولو چارې نن شنبه (د لړم ۵مه) د ملا عبدالغني برادر اخند او يو شمېر مشرانو په حضور کې پيل شوې.

د اسلامي امارت د چارواکو په خبره د کابل-جلال اباد دوهم لین چې ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د کابل ولایت له بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل او د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ او حصارک، خوګیاڼو او د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلوي.

د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د دغه سړک د لومړي فاز چې ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button