نړۍ
روسیې په کرسک کې د اوکراین پوځ د بشپړې محاصرې اعلان وکړ
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون اعلان وکړ، چې د اوکراين ځواکونو چې د روسيې په کرسک سيمه کې يې نفوذ کړی و، محاصره کړی او د اوکراين پوځ هڅه کوي چې په کرسک سيمه کې د خپلو ځواکونو محاصره ماته کړي، خو د دغو ځواکونو کنټرول او د هیواد مرکز يې له لاسه ورکړی دی.
پوتین پرون وویل چې شاوخوا دوه زره اوکرایني ځواکونه په کرسک سیمه کې تر بشپړې محاصرې لاندې دي.