دا نوې اسعارو، چې د اقتصادي تبادلې د پیاوړتیا او په ډالرو باندې د انحصار کمولو لپاره ډیزاین شوې، ډیر پام ځانته اړولی دی.
د دغه بانک نوټ په مرکزي برخه کې د روسیې، برازیل، چین، هند او جنوبي افریقا په ګډون د برکس ډلې د پنځو مهمو غړو هېوادونو ملي بیرغونه په یوه دایره کې لیدل کېږي. هر بیرغ د هیواد نوم سره تړاو لري چې په یوه رسمي ژبه لیکل شوي. د اړوند بیرغ پورته د تاریخي یا کلتوري معمارۍ عکس دی چې د هر ځانګړي هیواد سره تړاو لري.
د دغه بانک نوټ شاته د الجزایر، ارجنټاین، بحرین، بیلاروس، وینزویلا، مصر، زیمبابوې، اندونیزیا، ایران، قزاقستان، مکسیکو، نایجیریا او همدارنګه د افغانستان بیرغ دی.
د افغانستان د پخواني سیاسي نظام د بیرغ ښکاره کول چې لا هم په نړیوالو فورمونو کې د بریکس په نوې اسعارو کې د اعتبار وړ دي، د دغه سازمان په اقتصادي جوړښت کې د دغه هېواد د پېژندګلوۍ او پېژندنې ښکارندويي کوي، خو د یادولو وړ ده چې د دغه سازمان استازي اسلامي امارت چې تاسیس شوی حکومت یې همدا اوس په افغانستان کې دی، هغه ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
په همدې حال کې اسلامي امارت روسیې ته په یوه رسمي لیک کې د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون غوښتنه کړې، خو روسیې په ځواب کې ویلي چې په دې سرمشریزه کې ګډې پریکړې ته اړتیا ده.