افغانستانسیمه

قزاقستان په افغانستان ته د موټرو پر صادرولو غور کوي

د کازانفورم د راپور له مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک زومنګارین ویلي، هېواد یې افغانستان ته د موټرو پر صادرولو غور کوي.

ښاغلي ژومنګارین دغه څرګندونې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه د الماتې په ښار کې او د دغه هېواد د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په حضور کې وکړې.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال زياته کړه، چې دغه پرېکړه د افغانستان له غوښتنې وروسته شوې او دغه هېواد ته د موټرو د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د نمايندګيو د مرکزونو پرانېستل به د دوى په کتنو کې شامل وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button