افغانستان

په ۲۰۹ خالد بن ولید قول اردو کې د “خالد غږ” تر نامه لاندې راډیويي خپرونو پیل

د راډیو نوم؛ “د خالد غږ” په ۲۰۹ خالد بن ولید “رض” قول اردو کې په 107.7 ایف ایم خپرونې پیل کړې.

د باختر آژانس د رپوټ له مخې دغې راډيو په اسلامي او ملي ارزښتونو په ټينګار سره؛ د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې به خپلې دیني، نظریاتي، کلتوري، روغتیايي او تفریحي خپرونې په ژوندۍ بڼه خپروي.

د چارواکو په وینا، دا راډیو اورېدونکو ته اسلامي او شرعي احکام رسوي او د افغانانو ترمنځ د یووالي، هماهنګۍ او سولې فضا رامنځته کوي.

بلخوا يو شمېر رسنيو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ملي دولتي ټلوېزيون د ولايتي مرکزونو د تړلو اعلان کړى دى.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button