افغانستان
په غزني کې د زردالو د اوبو لګولو د بند تخنیکي سروې پیل شوه
د هېواد د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د دغه وزارت د انجنیرۍ خدمتونو او د اوبو د تاسیساتو د عمومي ریاست د سروې او ډیزاین تخنیکي ټیم د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د زردالو د بند د زېرمه کولو او اوبو لګولو تخنیکي سروې ترسره کړه. د غزني د والي په حضور کې د غزني ولایت د اوبو د حوزې د رئیس او ولسونو په حضور کې پیل شو.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د دغه بند په جوړېدو سره به ۶۰ میلیونه متر مکعب اوبه زېرمه شي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.