افغانستان

د کرنې وزارت لخوا د معیاري غنمو د خوندي کول په موخه یو پلاوی وګمارل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د غنمو د تولید او خوندي کولو د زیاتوالي په موخه یې د غنمو د کښت او زېرمه کولو د بهیر د څارنې لپاره یوه کمېټه ټاکلې ده.

دغه وزارت زیاتوي، چې د دغه بورډ تر ټاکل کېدو وروسته به د غنمو ذخیره په معیاري ډول ترسره شي او د ټیټ کیفیت لرونکي غنم به په سیلو کې د ذخیره کولو مخه ونیول شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بورډ د بزګرانو اضافي غنم په مناسبه بيه پېرلو ته دوام ورکوي او په سالونونو کې يې زېرمه کوي، څو په اغېزمنه توګه ترې ګټه پورته شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button