افغانستان
د شيعه ګانو د شهادت عاملين مجازات شول
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري اعلان وکړ چې د اربعین حسیني زیارت کوونکو پر هرکلي د تروریستي برید عاملین مجازات شوي دي.
هغه په خپل ایکس کارن اکاونټ کې لیکلي: د دایکندي د خلکو د قتل عام عاملین مجازات شول.
ښاغلي نظري وویل، هغه افراطي عناصر چې تېره میاشت یې د دایکندي ولایت په سنګتخت او بندر کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان کړل، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا له منځه لاړل.
د اقتصاد وزارت مرستیال همداراز زیاته کړه، چې اسلامي امارت د یو قوي نظام په توګه د ټولو خلکو د ژوند، مال او عزت ساتنه کوي.