د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن (دونې د تله ۳۰مه) د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د یو کلن تړون له مخې عثمان توصیف معرفي کړ.
په دې کتنه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال فدراسیون اجرایوي غړي محمد ناصر رحماني او د هېواد د رسنیو استازو حضور درلود.
ازبک عثمان توشیف د آسیا د فوټبال د روزونکي تر ټولو لوړ وړتیا لري (AFC Pro) او د آسیا د فوټبال کنفدراسیون یو له روزونکو څخه هم شمیرل کیږي.
دغه راز د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم ویلي چې د اسیا الف ټولګي روزونکي کورسونه به افغانستان ته وروسپاري.