افغانستاننړۍ

د قطر او اندونیزیا ترمنځ افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په موخه د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

قطر او اندونیزیا په اندونیزیا کې افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه تفاهم لیک موخه د اندونیزیا په جمهوریت کې د تحصیلي بورسونو د ورکړې له لارې د افغانانو د بشري ظرفیتونو د لوړولو لپاره د همکارۍ چوکاټ رامنځته کول دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تحصیلي بورسونو پروګرام په افغانستان کې د تعلیمي او پراختیايي پروژو د ملاتړ په موخه د قطر او اندونیزیا د ګډ لید او ماموریت برخه ده.

باید یادونه وشي چې هغه پروژې چې د فرصتونو په رامینځته کولو تمرکز کوي د افغانستان ځوانان د روښانه او بریالۍ راتلونکي رامینځته کولو لپاره پیاوړي کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button