افغانستان

د شيعه ګانو د شهادت عاملين مجازات شول

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري اعلان وکړ چې د اربعین حسیني زیارت کوونکو پر هرکلي د تروریستي برید عاملین مجازات شوي دي.

هغه په ​​خپل ایکس کارن اکاونټ کې لیکلي: د دایکندي د خلکو د قتل عام عاملین مجازات شول.

ښاغلي نظري وویل، هغه افراطي عناصر چې تېره میاشت یې د دایکندي ولایت په سنګتخت او بندر کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان کړل، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا له منځه لاړل.

د اقتصاد وزارت مرستیال همداراز زیاته کړه، چې اسلامي امارت د یو قوي نظام په توګه د ټولو خلکو د ژوند، مال او عزت ساتنه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button