نړۍ

په الجزایر کې د العربیه شبکې د فعالیت جواز لغوه شو

الجزایر پر غزې او لبنان د صهیونیسټ رژیم د حملو د خبرونو د تحریفولو په خاطر د سعودی عربستان د العربیه خبری شبکې جواز لغوه کړ.

الجزایر رسنیو ټینګار کړی، العربیه په تېر کال کې خپلې ټولې هڅې د غزې او لبنان د جګړې د خبرونو په خپرولو سره په داسې توګه په کار اچولې چې د فلسطینیانو او لبنانیانو مورال کمزوری کړي.

د عراق د رسنیو او ارتباطاتو بورډ هم د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې په عراق کښې د سعودی عربستان د MBC چینل فعالیت د مقاومت د قوماندانانو د سپکاوی له امله بند شوی دی.

په دغه بیانیه کښې راغلی دی: په عراق کښې د دغې شبکې د فعالیت د بندولو لپاره ټول ضروری قانونی اقدامات تصویب شوی او په عراق کښې د دغې شبکې د فعالیت جواز لغوه شوی دی.

د تېرې جمعې په ورځ یادې شوې سعودي شبکې د فتح او مقاومت د قوماندانانو پر وړاندې د سپکاوي راپور خپور کړ او هغوی یې “ترهګر” وبلل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button