سیمه

عراقچي: په اسراییلو کې مو ټول اهداف په نښه کړي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د ترکیې له این ټی وی سره په مرکه کښې وویل: اسرائیل له امریکې پرته په غزه او لبنان کښې جنایتونه نه شی کولې. ځکه چې ټولې هغه وسلې چې هلته کارول کیږي د امریکا لخوا ورکول کیږي.

زمونږ لپاره امریکا د صهیونیسټانو ملګرې ده او که چیرې په سیمه کښې په پراخه پیمانه جنګ رامینځته شی نو امریکا به په کښې راښکاره شی او مونږ هیڅکله دا نه غواړو .

د ایران پر ضد هر ډول برید زموږ لپاره د سره کرښه د تیریدو په معنی دی چې موږ به دا ډول برید بې ځوابه پرې نه ږدو او د ایران په اټومي تاسیساتو هر ډول برید یا ورته برید ته به لازم ځواب ورکړل شي او اسراییل به د هر ډول برید په وړاندې متناسب ځواب ترلاسه کړي. ایران.

موږ په اقتصادي او ملکي تاسیساتو (صهیونیسټ رژیم) برید نه دی کړی او یوازې پوځي تاسیسات مو په نښه کړي چې اوس مو خپل ټول هدفونه په نښه کړي دي او د هغوی پر هدفونو به هم ورته برید وشي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button