افغانستان
په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې تر ۶۲ زره ډېر سوالګر راټول شوي دي
د صدراعظم د اقتصادي مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سوالګرو د راټولولو کمېټې په تېرو دوو کلونو کې له کابل او د هېواد له نورو ولایتونو څخه ۶۲ زره ۱۹۳ سوالګر راټول کړي دي.
د اقتصادي چارو د مرستیال په خبره، ۲۷ زره ۷۱۵ مستحق سوالګر، ۳۱۱۲۶ مسلکي سوالګر او پاتې بې کوره ماشومان او په نشه يي توکو روږدي کسان جوړ شوي دي.