د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په روان لمریز کال کې له کندهار ولایت څخه ۴۴۲ ټنه خټکي او هندواڼې هند او پاکستان ته صادر شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال له دغه ولايت څخه د خټکي او هندواڼو پر صادراتو سربېره په زياته اندازه انار او پياز هم صادر شوي دي.