د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولايت د کانونو او پټروليم رياست په حواله وايي چې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دغه ولايت د زمردو ٣٥ زره ٨٧٤،٣ قيراط محصولات د يو ميليون ٦١٤ زره 570 ډالره په ارزښت پلورل شوي دي.
د دغه رياست د شمېرو پر بنسټ، په پنجشېر کې د زمرد د استخراج ١٨٠٠ ساحې سروې او تثبيت شوي، چې له دې جملې څخه نږدې ٣٠٠ کانونه فعال دي.