نړۍ
د چین سفارت: د اوکراین په شخړه کې پر چین د امریکا تورونه منافقانه او غیر مسوولانه دي
په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند لیو پینګ یو وویل، دا د امریکا لپاره منافقانه او غیر مسؤلانه خبره ده چې د اوکراین په شخړه کې د چین او روسیې ترمنځ د عادي سوداګرۍ تور ولګوي، ځکه چې واشنګټن پخپله کیف ته بې ساري پوځي مرستې ته دوام ورکوي.