د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ وايي، د ماشومانو په ګډون پنځلس افغان اتباع د پولیسو له بنده خوشې شوي دي.
د دغې قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، ياد شوي کسان د کراچۍ ښار د “مچکو” پوليسو له خوا د بېلابېلو دلايلو له مخې نيول شوي او زندان ته له لېږلو مخکې خوشې شوي دي.