په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دغه هېواد کې د ترکیې له سفیر سره د افغانستان او ترکیې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي شاهین په ایکس کې لیکلي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې پر تعلیمي، روغتیا، کرنې او د پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وشوې.