افغانستانسیمه

د ایراني پوله ساتو اجنټانو په افغان مهاجرینو د ډزو خبرونه رد شول

په سایبر اسپیس کې د څو ټپي شویو کسانو د عکسونو له خپریدو وروسته چې ځینو رسنیو پر افغانانو باندې د ایران د سرحدي ځواکونو برید بللی، په کابل کې د ایران سفیر کاظمي قمي په ایکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې د مستقیم تعقیب په پایله کې – تر دې مهاله د باوري سرچينو له خوا ويل شوي، چې د سراوان په پوله کې د لسګونو ناقانونه وګړو د وژل کېدو خبر رښتيا نه دى.

په همدې حال کې د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار “رضا شجاعي” د ډزو خبرونه په کلکه رد کړل او ویې ویل چې خپاره شوي انځورونه او مواد دروغ دي.

هغه څرګنده کړه، ایران تل د بشري حقونو او ښه ګاونډیتوب په درناوي په ایران کې د افغانانو د حضور هرکلی کړی دی. د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو پړه پر افغان اتباعو اچول د دواړو هېوادونو تر منځ د اختلافاتو د لمنځه وړلو په موخه ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button