افغانستاننړۍ

جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره لس میلیونه یورو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له افغانستان سره د المان لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

اوچا وايي، چې دغه مرسته د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.

د پنځنۍ په ورځ د ملګرو ملتونو دې ادارې په ایکس کې په یوه یادښت کې د جرمني د مرستو ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې د دغه هېواد دوامداره مرستې د افغانانو ژوند ژغوري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې سږ کال په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم د څلرنۍ په ورځ وویل چې په افغانستان کې له هرو دریو کسانو څخه یو یې د اقلیم د ټکانونو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د خوړو له خوندیتوب سره مخامخ دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button