د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په عمان کې د درې اړخیزو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د هېواد د کرکټ الف لوبډلې تېره ورځ (درېنۍ) د شل اوریزو درې اړخیزو سیالیو په پای لوبه کې د هانګ کانګ پر وړاندې لوبه وکړه؛ خو دا لوبه د باران له امله لغوه شوه.
د هېواد د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله د کوربه ټیم هانګ کانګ او عمان پر وړاندې د دوو بریاوو او د سیالیو په چوکاټ کې د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو له امله د دغو سیالیو اتله پېژندل شوې ده.
د افغانستان الف لوبډلې، کوربه عمان او هانګ کانګ ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ له څه مودې راهیسې روانې وې.
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو اعلان کړی، چې د هېواد لوبغاړي به د اسيا د ځوانانو د ملتونو جام سياليو کې د سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ له لوبډلو سره لوبه کوي او خپله لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۱۸مه نېټه له سريلانکا سره ترسره کړي.