افغانستان

اترا: په ټول هېواد کې ۸ زره مخابراتي سایټونه فعال دي

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) اعلان کوي ​​چې په ټول هېواد کې ۸۰۰۰ مخابراتي سایټونه فعال دي.

د دې ادارې چارواکي زیاتوي، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي سایټونو د نصبولو لړۍ لا هم روانه ده.

د دغه بنسټ د وياند جلال الدين شمس په وينا، په بېلابېلو ولايتونو کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو کيفيت او بيې د دغه رياست تر څېړنې لاندې دي او د مخابراتي شبکو د عوايدو په څېړلو سره غواړي د مخابراتي خدمتونو بيه راټيټه کړي.

ښاغلي شمس په دې اړه وویل: د نرخونو په برخه کې د اترا ادارې د پام وړ کموالی راوستی او د مخابراتي شبکو د عوایدو د تحلیل پر بنسټ یې د بیو لپاره حد ټاکل شوی چې په بازار کې د سیالۍ لامل شوی دی.

اوس د مخابراتي شبکو عوايد تحليل شوي او په نږدې راتلونکي کې به نوي نرخونه وټاکل شي، چې بيا به راټيټ شي.”

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د یوې شبکې د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې ټیلیفوني اړیکو بیه ۱.۸۵ پیسه، له یوې مخابراتي شبکې څخه بلې شبکې ته ۲.۲ پیسه او د یو ګیګابایټ انټرنیټ بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې وه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button