افغانستان
د ۱۶۹ تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه ولايت د سپين بولدک د امنيې قوماندانۍ چارواکو بهر ته د ١٦٩ تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو اثارو کې ۱۵۶ تاریخي اثار او ۱۳ فلزي اثار شامل دي، چې له ثبت او بیارغاونې وروسته به په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.