افغانستان
د کابینې اتمه غونډه: هېواد ته د بې کیفیته تیلو د داخلېدو د مخنیوي په اړه بحث وشو
د کابینې په اتمه غونډه کې چې د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، یوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه چې د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي په اړه هر اړخیزه څیړنه وکړي. د هېواد د اقتصادي کمېټې له پلان سره سم به په راتلونکې غونډه کې وروستی راپور وړاندې کړي.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په ښارونو کې د ریکشا موټرو د واردولو او د هغوی د تګ راتګ په اړه طرحه ترتیب او پایله یې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.