افغانستان

د کابل والي په پلازمېنه کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د بهرنیو بنسټونو همکاري اړینه وبلله

د کابل ولايت د رسنيو دفتر دغه څرګندونې د دغه ولايت له والي مل پاسوال امين الله عبيد سره د يو شمېر بهرنيو بنسټونو او همکارو ادارو له مسوولينو سره په کتنه کې کړې دي.

په دې کتنه کې دکابل والي له هغوى څخه وغوښتل چې ددغه رياست د اوبو رسولو او مديريت په برخه کې مرسته وکړي.

د کابل والي وايي، په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي ده.

په همدې حال کې د پلازمېنې اوسېدونکي په بېلابېلو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي او حکومت د دې ستونزې د هواري لپاره په نه پاملرنې تورنوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button