افغانستانسیمه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وژل شویو افغانانو جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل شول

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بلوچستان په دوکي سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د اوو افغان کارګرانو جسدونه په کوېټه کې د افغانستان د کونسلګرۍ په هڅو د دوی کورنیو ته وسپارل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د شهیدانو له جملې څخه ۳ تنه یې په پاکستان کې کډوال وو چې خپلو کورنیو ته وسپارل شول او ۴ تنه نور چې د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسیدونکي وو د چمن – بولدک، بهلولي له لارې افغانستان ته انتقال او خپلو کورنیو ته یې وسپارل شول.

په دې خبرپاڼه کې د افغانستان سفارت د پاکستان له حکومت څخه د دغې پېښې د عاملينو د نيولو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button