افغانستاننړۍ

د لوږې په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان ۱۱۶ مقام ته راښکته شو

افغانستان د سږ کال د لوږې په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ د ۱۲۷ هېوادونو په منځ کې د ۳۰.۸ نمرو په لرلو سره ۱۱۶م ځای لري.

د دغه راپور له مخې افغانستان تېر کال ۱۱۴ مقام درلود، خو سږ کال وضعیت نور هم خراب شوی او دغه هېواد په دغه درجه بندۍ کې دوه ځای ته راښکته شوی دی.

د لوږې نړیوالې ادارې د ۲۰۲۴ کال د نوي راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې له سخت بشري ناورین سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په دغه هېواد کې تر ۲۴ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې محدود پرمختګ ته په کتو، تر ۲۰۳۰ کال پورې د لوږې د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخې ترلاسه کول خورا ستونزمن شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button