افغانستان
په نيمروز کې تر لسو زيات کسان د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مسوولينو له يوې سيمه ييزې رسنۍ سره په خبرو کې وويل چې د دغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې يې ١١ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.
دغه کسان د قتل، جګړې، جعل، د انسان او څارويو د قاچاق په تور نيول شوي وو.
د چارواكو په وينا، د نيول شويو كسانو دوسيه يې د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې ده.