د امنیت شورا د لسو غړیو هیوادونو په یوه بیانیه کښې ټینګار وکړ: په لبنان کښې په سوله ساتو ځواکونو هر ډول قصدي حمله د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک جدي او خطرناکه سرغړونه ده.
په دغه بیانیه کښې راغلی دی: په لبنان کښې په سوله ساتو ځواکونو هر ډول حمله باید ژر تر ژره ودرول شی.
دغو هیوادونو ټینګار وکړ: مونږ په لبنان کښې د بیړنی اوربند او د نړیوالو قوانینو د سختې رعایت غوښتنه کوو.