سیمه
په خېبر پښتونخوا کې د پښتنو جرګه نن پیلېږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې د پاکستاني پولیسو له خوا د جرګې د مخنیوي هڅې د دې غونډې انتظامات ورو کړي او له همدې امله جرګه پرون په ټاکلي وخت پیل نه شوه.
بل خوا د جرګې په پيل کې د ځنډ بل لامل د لارو تړل او د خلکو ناوخته راتګ بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، د جرګې ځای ته لوی سکرینونه راوړل شوي او ټاکل شوې چې دا جرګه نن په ځايي وخت د سهار لس بجې په رسمي توګه پیل شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اعلامیې له مخې، په دې پاڼو کې به په تېرو څو لسیزو کې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو پر خلکو تېر شوي ظلمونه، شکنجې او ظلمونه په مستند ډول د غونډې ګډونوالو ته ښودل کېږي.