افغانستان

د اسلامي امارت مشر د صنعتي ساحو قانون تصویب کړ

د عدلیې وزارت وايي، د صنعتي ساحو قانون په یوولسو فصلونو او ۶۷ مادو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري تصویب او نافذ شوی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قانون د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د افغانستان د اقتصاد د ودې او پراختیا، د خصوصي پانګونې د جلب او جذب لپاره د زمینې برابرولو او د صنعتي سیمو د ساتنې او پالنې په هدف ترتیب شوی دی.

د اعلامیې له مخې دغه قانون به د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا پلی شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button