په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر یوه کان له برید وروسته د دریو افغانانو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه برید نن (جمعه د تله۲۰مه) د لاسي بمونو او راکټونو په وسیله شوی دی.
ويل کيږي چې په دې بريد کې اووه تنه نور ټپيان شوي هم دي او بريدکوونکو ددغه کان ټولو ماشينونو ته اور اچولى دى .
د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز راپور ورکړی چې د روان کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې په امنیتي پېښو کې ۱۵۳۴ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۲۳ کال کې ۱۵۲۳ وه.
مرکز زیاته کړې چې د دغو پېښو ۹۷ سلنه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمو کې رامنځته شوې دي.