افغانستان
د دایکنډي په حوزوي روغتون کې اور لګېدلی دی
د دایکنډي ولایت سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د ګیتي ولسوالۍ په روغتون کې اور لګېدلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دې پېښې ځاني زيان نه دى اړولى، خو ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.
د اور لګېدنې لامل د روغتون د برېښنايي سیستم د بټریو چاودنه بلل شوې ده.