سیمه

د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه غیر قانوني اعلان کړل

د پاکستان وفاقي حکومت نن (یوونۍ د تله ۱۵مه) اعلان وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې د منع شوي سازمان په لست کې شامل کړی او په هېواد کې یې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

د وفاقي حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه غورځنګ فعالیتونه په پاکستان کې د سولې او امنیت پر ضد دي.

رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویل شوي: “وفاقي حکومت دلایل لري چې باور وکړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په ځینو فعالیتونو کې لاس لري چې د دې هیواد د سولې او امنیت ضد دي.”

د پاکستان وفاقي حکومت ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد قانون د یوولسم مادو سره سم یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوع الخروج سازمانونو په لست کې د شاملولو او پر فعالیتونو د بندیز لګولو پریکړه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو ملاتړي یو له هغو پېژندل شویو ډلو څخه دی، چې په ځلونو یې د پاکستاني پوځ د تبعیض او غیر قانوني چلند پر ضد احتجاجونه کړي دي.

دغه غورځنګ د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د پښتنو د “ناقانونه وژنو” او “اجباري بې درکه کولو” په څېر د بشري حقونو په ضد کړنو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button