سیمهنړۍ

د الاقصی د طوفان د لومړۍ کلیزې په مناسبت د یمن د انصار الله د مشر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثی د وینا پیل

سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي: د اسرائیلو دښمن پر غزې ۲۵۰ زره بریدونه کړي دي.

که دښمن دا فکر کوي چې د سید حسن نصرالله په شهادت سره به زموږ هوډ کمزوری شي، هغه مغروره او غلطه خبره ده.

د الاقصی طوفان یو مشروع عمل او د فلسطین د مبارزې طبیعي پایله ده.

د الممدني او الشفاء روغتونونو، الخوراء مکتب، جبالیه، النصیرات او الموصي کمپونو قتل عام به هیڅکله د انسانیت له حافظې نه حذف شي او په صهیونیسټانو به یې لعنت وي.

په فلسطین کښې به دصهیونیسټ دښمن هوښیارتیا هیڅکله ونه دریږی بلکې دټولې سیمې دکنترول په هدف به دغه هدفونه دفلسطین نورو ګاونډیو هیوادونو ته هم وغځول شی .

صهیونیسټانو د غزې په خلکو سل زره ټنه بمونه وغورځول. اسرائیلي دښمن څه د پاسه سل زره ټنه چاودیدونکي توکي کارولي چې پکې هر ډول بمونه او راکټونه شامل دي چې د امریکا لخوا ورکړل شوي دي.

له ۱۰۰۰۰ ټنو څخه زیات ناچاوده او ناچاودیدلي ماینونه شته چې تر اوسه نه دي کشف شوي او د غزې په تړانګه کې د ماینونو د ایښودلو په موخه دي.

په غزه کې د ۷۸۲۰ شهیدانو جسدونه لا تر اوسه نه دي ښخ شوي او روغتونونو ته هم نه دي رسیدلي، سربیره پر دې چې د دوی احصایې نه دي ثبت شوي او ټول ارقام اټکلي دي.

د اسراييلي دښمن لخوا د نړيوالو ممنوعو امريکايي وسلو او بمونو د کارولو له امله ډېر جسدونه ورک شوي دي، ځکه چې د عام وژنې او بشپړې تباهي لپاره کارول کيږي.

صهیونیسټ دښمن په غزې د حملې لپاره خپلې ټولې وسیلې په کار اچولې دي او امریکا، انګلستان او لویدیځ چې ددغه رژیم ملاتړي دي د غزې په جنګ کښې لاس لري .

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button