افغانستان
په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې تر ۱۳۴زره ډېر برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي
د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد ۱۳۴ زره ۴۶۰ اتباعو ته د ادارو او ۷۸ آسانه خدماتو ادارو له لارې برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د دې رياست د معلوماتو له مخې، د دغو تذکرو له ډلې څخه تر ټولو ډېر (٥٤٨٥٠ قلمه) په کابل کې پر غوښتونکو وېشل شوي دي.