سیمهنړۍ

د امریکا دفاع وزیر: اسرائیل به هیڅکله ونه شي کولای حزب الله له منځه یوسي

د المیادین شبکې د عبراني ژبې رسنۍ د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین له قوله ویلي: اسرائیل به هیڅکله ونه شي کولای حزب الله له منځه یوسي.

له دې مخکې د لبنان د حزب الله د سیاسی شورا مرستیال محمود قمطی له الجزیرې سره په مرکه کښې وویل: زمونږ توغندی اوس په نیواک شویو سیمو کښې تر ۱۵۰ کیلومترو پورې ژوروالی لری او زمونږ جنګیالی د صهیونیسټانو په خلاف دغو توغندیو دښمن ته دوام ورکوی.

هغه زیاته کړه: مونږ د صهیونیسټی فوځ په مقابل کښې په ځمکنی ډګر کښې فوقیت لرو او د دښمن د مورچلو په مقابل کښې پرمختګ ته چمتو یو. صهیونیسټ دښمن باید په دې پوه شي چې د لبنان هرې سیمې ته به د هغه د عسکرو او ټانکونو هدیره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button