د اکسيوس ويب پاڼې د يوه اسرائيلي چارواکي په حواله ليکلي، چې اسرائيلو د حزب الله د اجرايي شورا د مشر سيد هاشم صفي الدين د وژلو هڅه کړې ده.
رویټرز خبري آژانس د لبنان د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دي: هغه برید چې څو ساعته مخکې په بیروت کې د اسرائیلي رژیم د جنګیالیو له خوا ترسره شو، د لبنان د حزب الله د پخواني ستر جنرال سید حسن نصرالله د وژلو له عملیاتو څخه هم ستر وو.
د الجزیرې خبریال راپور ورکړ: د بیروت په جنوبي څنډه کې د اسراییلي جنګیالیو برید د څو ودانیو د بشپړ ویجاړیدو لامل شو.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/12465
د جمعې په سهار د بیروت په جنوبي سیمو کې د صهیونیسټانو لخوا د سختو بریدونو نږدې عکسونو ته لینک
https://t.me/SafirTelevision1/12467