د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۷ الفارق قول اردو د لسمې سرحدي لوا د قومندان حاجي محمد رحیم “خادم” په مشرۍ یو پلاوي له استازو او کمېشنرانو سره وکتل.
د ایران د اسلامي جمهوریت له سرحدي چارواکو سره خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د سرحدونو د ساتنې او د قاچاق د مخنیوي په خاطر د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او همدارنګه د پولو د ستنو د بیا رغاونې او ترمیم او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.