نړۍ
په امریکا کې د هیلین توپان د قربانیانو شمېر ۹۳ ته ورسېد
امریکايي چارواکو اعلان کړی چې ښايي نور مړي هم وموندل شي او ښايي د مړو شمېر زیات شي.
هیلین توپان د امریکا له فلوریډا څخه تر ویرجینیا پورې یوه لویه سیمه تر خپل پوښښ لاندې راوستې، چې له امله یې د میلیونونو خلکو لپاره د بریښنا قطعه شوې، سړکونه او پلونه ویجاړ شوي او سیلابونه راوتلي دي.
د بیمې شرکتونو او کارپوهانو ویلي چې طوفان ممکن له 15 ملیارد ډالرو څخه تر 100 ملیارد ډالرو ډیر زیان اړولی وي.